د وزيراعظم شهباز شريف د يو اے اي دوره كاميابه وه٬ د بهرنيو كمپنيو په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كېږي۔ وفاقي وزير جام کمال


اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف د يو اے اي دوره كاميابه وه٬ د بهرنيو كمپنيو په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كېږي، د پاکستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د يو وزيراعظم په بهر كښې دومره ډاډګيرنه شوې٬ بهرنو سرمايه كارو په دوي د باور څرګندونه كړې۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ سره په ګډه نيوز كنفرنس كښې وكړه۔ ده ووئيل حکومت معاشي بهترۍ لپاره كار كوي۔ ده ووئيل وزيراعظم د هرې څانګې د بهترۍ هدف راكړے۔ ده ووئيل متحده عرب امارات لخوا د لس اربه ډالرو د سرمايه كارۍ اعلان په وزيراعظم شهباز شريف د هغوي د اعتماد څرګندونه ده ۔ جام کمال خان ووئيل مونږ د يو اے اي د صدر او نورو مشرانو مننه كوٶ چا چې په پاكستان كښې د دومره سرمايه كاري اعلان كړې ٬ متحده عرب امارات پاکستان په معاشي توګه مخ په وړاندې بوتلل غواړي٬ يو اے اي سره په بېلا بېلو څانګو كښې د پرمختګ پحقله كار روان دے او په دې لړ كښې كوټلې او جامع منصوبه بندي كوٶ۔ ده ووئيل هر هېواد سره تجارت لپاره جلا او جامع منصوبه بندي كوٶ او اېم او يوز هم كولې شي۔ ده ووئيل د مېنځنۍ آسيا هېوادونو سره د پاكستان د كنېكټوېټي نه وروستو به د تجارت او روزګار موقعې راپېدا شي ځكه چې بهرني سرمايه كار په پاكستان كښې سرمايه كارۍ له پورا خوښي لري۔