د افغان ټرانزټ ټرېډ ټريكنګ نظام فول پروف جوړولو او د انټيګريټډ ټرېډ منيجمنټ سسټم لپاره سمدستي تګلاره وضع كړئ ۔ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سپارښتنه


اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د افغان ټرانزټ ټرېډ ټريكنګ نظام فول پروف جوړولو او د انټيګريټډ ټرېډ منيجمنټ سسټم لپاره سمدستي د تګلارې وضع كولو سپارښتنه كولو سره وئېلي دي د پاكستان معاشي ستونزه تر ټولو لويې سبب قاچاق دے۔د ګل په ورځ وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د افغان ټرانزټ ټريډ په چارو او د قاچاق مخ نيوي په اړه يوه مهمه غونډه وشوه چې پكښې وزيراعظم ته د اړوندو چارواكو لخوا د قاچاق مخ نيوي په اړه په اقدامات بريفنګ وركړے شو ۔غونډه كښې وزيراعظم ووئيل د پاكستان معاشي ستونزه تر ټولو لويه وجه قاچاق او د څيزونو غېر قانوني وړل راوړل دي ۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د افغان ټرانزټ ټريډ په اړه د ټريكنګ نظام بهترۍ او فول پروف جوړولو لپاره موثر اقدامات پورته وكړئ۔ده د انټيګريټډ ټرانزټ ټريډ منيجمنټ سسټم قيام په اړه په سمدستي توګه د تګلارې جوړولو هم هدايت وكړو ۔وزيراعظم امر وكړو چې كوم هم اهلكار په قاچاق كښې ككړ وي د هغه په ضد سخته كاروائي وكړئ او سخته سزا وركړئ او د كسټمز په حساس پوسټ د كوم هم افسر لګولو نه وړاندې د هغه انټيلي جنس كليئرنس واخلئ۔ده د قاچاق مخ نيوي په اړه په بيغورۍ د بلوچستان چيف سېكرټري ته د چاغي ضلعې د ټولې انتظامي مشينرۍ بدلولو هم سپارښتنه وكړه ۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د چمن٬طورخم٬غلام خان چيك پوستونو پشمول د بلوچستان په پوله ايزو سيمو د څارنې عمل سخت كړئ٬د كارګو په چيكنګ كښې ښه والے راولئ او د چمن په پوله د كسټمز عمله زياته كړئ۔وزيراعظم ووئيل د بلوچستان خلقو له د كاروبار او روزګار وركولو په بابله د كار كولو ضرورت دے۔په غونډه كښې د ټرانزټ ټريډ پلټنو كونكې انكوائرۍ كمېټۍ لخوا د تحقيقات په جاري پېشرفت وزيراعظم ته بريفنګ وركړے شو۔دغسې وزيراعظم كمېټۍ ته په ايماندارۍ سره د خپلو سفارشاتو مرتب كولو هدايت وكړو او د كمېټۍ تراوسه كاركردګي ئې وستائېله ۔غونډې ته ووئيل شول د حكومتي اقداماتو په سبب د ايران څخه د پېټروليم مصنوعات قاچاق كښې ډېر كمے راغلے ٬ او د تفتان څخه تر كوئټې د كارګو د ټريكنګ نظام شروع كړے شوے ۔په غونډه كښې د خزانې لنډ مهاله وفاقي وزيرې ډاكټر شمشاد اختر٬د تجارت وفاقي وزير ګوهر اعجاز٬د خيبرپښتونخوا او بلوچستان اعلٰی افسرانو٬د حساس ادارو نمائندګانو او نورو اړوندو سركاري افسرانو ګډون كولو۔