اسلام آباد۔26مارچ (اے پی پی) د روغتيا قومي ادارې نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشنل سنټر (اېن سی او سی) وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتو په مهال د وفاقي پلازمينې اسلام آباد په شمول د هېواد په بېلو ښارونو كښې د كورونا وائرس نور 106 كېسونه رامخې ته شوي ٬ يو رنځور په حق رسېدلے ٬ د 26 حالت اندېښمن ښودلے او د مثبت كېسونو مجموعي شرح 2.52 فيصده ريكارډ كړې شوې ده۔ د اتوار په ورځ د مارچ په 26 مه نېټه د اېن سي او سي لخوا د جاري كړې شويو تازه شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په ګرد هېواد كښې په مجموعي توګه د كورونا 4213 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې 106 كېسونه مثبت راغلي دي۔ په دې مهال د كورونا رنځ د لاسه يو رنځور په حق ورسېدو او د نورو 26 رنځورانو حالت اندېښمن وښودلے شو۔ د وفاقی پلازمينې اسلام آباد په شمول كراچۍ او لاهور د كورونا تر ټولو زيات ځپليو ښارونو په ګېټګري كښې شامل كړې شوي دي۔ په دې اړه د جاري كړې شويو شمېرو له مخې په كراچۍ كښې ټول 551 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 36 رنځورانو ټېسټونه مثبت راغلي چې ورسره مثبت شرح 6.53 پاتې شوه۔ په لاهور كښې په شوې 413 ټېسټونو كښې د 24 په مثبت راتللو مثبت شرح 5.81 او په اسلام آباد كښی په شويو 179 ټېسټونو كښې د 10 په مثبت راتللو مثبت شرح 5.59 پاتې شوه۔
د اسلام آباد په شمول په بيلو ښارونو كښې د كورونا وائرس 106 نوې كيسونه رامخې ته شول٬ يو رنځور مړ٬ د 26 حالت انديښمن٬ نيشنل كمانډ اينډ آپريشنل سنټر
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina