برسلز كښې د پاکستان سفيرې آمنه بلوچ سره بيلجيئم او اروپائي ائتلاف لپاره د سري لنكا نومولي سفير وليدل


برسلز 26 فروري (اے پي پي) بيلجيئم، لکسمبرګ او اروپائي ائتلاف كښې د پاکستان سفيرې آمنه بلوچ سره بيلجيئم او اروپائي ائتلاف لپاره د سري لنكا نومولې شوي سفير چندنا ويراسينا ليدلي دي ۔ د سفارت لخوا د جاري ټويټ له مخې په دې موقع د شريكې خوښې چارو پشمول په اروپائي ائتلاف كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولو ته صلاح شوي ۔